جنګ څه ته وايي
دکتور طاوس وردک  دکتور طاوس وردک

ادامه ستراتیژي ( دوهم برخه ) :-
 

دسیاست په مخ بیولو ته په بله شیوه جنګ وايي ، ګویا جنګ په خپله یو ډول سیاست دی ، کله چې سیاست ناکامیژي د هغو په مخ بیولو ته یا ادامي ته جنګ وايي، او زور آوران دزوره کار اخلي او هرکله چې په جنګ کې بریالی شول بیرته سیاست ته رجوع کوي او طرف مقابل یعنی ضعیف یا ماتې خوړلۍ طرف خبرو او تسلیمۍ ته او هرډول معاهدې یا قرارداد ته مجبوروی لکه انګریزانو چې دغه کارونه په موږ په طول دتاریخ کې کړي یا په صدام حسین یا په لیبیا یا امریکا په افغانانو دغه ټول دجنګ او سیاست ادامه دهاو دغه کار په پاکستان د جنرال ټیکه خان په تسلیمیدو سره دهندوستان قهرمان پوځ ته هم عملي شوو  .
ډیر ګټه ور جنګ هغه دی چې د هیوادو نه بهر د دشمن په خاوره کې اجراکیژي لکه نن چې غرب زموږ خاورې ته جنګ را وړۍاو زموږ له پاره دغه دول جنګ چې زموږ ددروازو تر شاه دوام لري خونین ترین او زشترین جنګ بلل کیژي .
د ستراتیژۍ ډولونه :
۱ - د رخنې یا درز یا شق ستراتیژي : دغه ستراتیژي په سیاسي - اقتصادي - نظامی - اجتماعی  برخوکې تر سره کیژي .
یو سیاست مدار ځان ته هدف تعینوي او دهغو هدف د لاس ته راوړلو په خاطر د ځان طرفداران یا په رفاقت ،یا په مهمانیو ، یا په پیسو ، یا په نورو ناروا کارو ، یا په تهدید د ځان پلویان کوي او بیا په کلي- شهر - ولایت او هیواد کې د ننه په حساب د ( تقسیم کړه تفرقه واچوه حکومت وکړه ) تیوري تطبیقوي او هر هغه بل لورۍ یا مقابل طرف چې دهغو را څملول یا مغلوبول دده هدف دی په دغو ډول را څملوي ، نن هم په انتخاباتي کمپاین کې د ریاست جمهور د ټاکلو د پاره ددغو شق ستراتیژۍ نه استفاده کیژي په دغو ډول ستراتیژۍ کې هیڅ دول معاملې ته باید اشرف غني احمد زۍ تن نه ورنه کړي  یعنی تسلیم نه شي او که ېې معامله وکړه شق صورت نه نیسي او سیاست مدار خرڅ شوۍ او ضعیف حسابیژي او معلومیژي .
یو بل مثال لکه طالبان چې وايي که زموږ نه طرفدارۍ کوۍ نو تاسې موږ غونته یاست او سپین یاست که موږ نه تاییدوۍ نو تاسې زموږ مخالفین یاست یعنی تور یاست ،په افغانستان کې شعله یانو همیشه د شق له تیورۍ نه استفاده کوله ،د شق په ستراتیژۍ کې نړۍ دوه رنګه ( تور او سپین ) نه لري بلکه نړي ( توره او سپینه ده ) دغه تیورۍ ته ماویستانو دومره انکشاف ورکړۍ او تبلیغوي ېې چې په هیڅ وجه د صلحې او اشتې لاره نه پاتې کیژي ، د ټولو ستراتیژیو اساسي هدف دادی چې د مقابل طرف په روحیاتو کې ویره او ترس ایجاد کا ، مثلا طالبانو ویل هیڅوک تلویزیون نه شي کتلای او اوریدلای ولو که هلته دقران پاک تلات هم کیدو ، ځکه دوی ته عکس - دیوه چا شودل د تلویزیون په پرده حرام وو او بیا دوی فکرکولو چې شاید وروسته له ختم دقران څخه دوی نور سکس یا فرنو ګرافی فیلمونه وویني.
دشق نه په جنګ یا نظامی عملیاتو کې استفاده :
د جنګ په وخت کې قوماندان مخکي له شروع د جنګه خپلو مادونانو ته وايي او قوماندان د( که ) کلمه په خبروکې نه استعمالوي بلکه وايي ( ازبین رفتن شما در جنګ افتخار افرین است زیرا شما شهید می شوید وراسا به جنت می روید)  وبرعکس مرګ صفوف دشمن ذلت بار وننګین است وبه دوزخ می روند ،په اطلاعاتی برخو کې ،  ددشمن په صفوف کې دشق مساله ډیره مهمه ده ځکه موږ دهغو دروش نه په آینده کې دیره استفاده کوو .
 زموږ په هیواد کې دشق له تیورۍ نه استفاده :
مثلا دکتور عبدالله عبدالله د طالبانو په ضد تبلیغاتی کمپاین کې دشق دغه درامه دکابل په شهر کې عملی کړې وه ( ده ویل زموږ دجمیعت اسلامی قهرمان۵۰۰ ایزه دله چریکان شهر ته ننوتلي تر څو د طالبانو په مورچلو حملې وکړي او د طالبانو مورال خراب کړي ، اما دده اصلی هدف دا وو چې چریکانو د مسعود د طرفدارانو کورونه تلاشي کول او ځنې ېې وژل ، ځکه یو تعدا له ویرې یو تعداد په پیسو طالبانو ته تسلیم شوي وو اود طالبانو په ضد  نه جنګیدل او یو تعداد ېې د خپلو نورو ته ېې وویل چې حتما زموږ سره وتښتۍ ډیر زیات ېې وهڅول چې دکابل نه ووزي او مخ په شمالي عقب نشیني وکړې او بیا د شمال نه د طالبانو په ضد وجنګیژي چې هغه پروسه ناکامه شوه ، ځکه د طالبانو شق نسبت جمیعت ته قوي وو طالبانو ویل ( جمیعت یان او مجاهدین غله - چپاولګران - رشوت خواره او مسلمانان نه دي ) ، ځکه خلک دجمیعت نه تر پزې راغلي وو او د طالبانو نه ېې ملاتړ وکړو او مسعود وتښوو .
بل مثال د ترکي او امین په دوران کې یو وارې د کابل په شهر کې په مجموعی ډول د شپې لخوانه د ( ا لله اکبر - نعره تکبیر )اواز  په کوڅو - جوماتو - او دکورو د بامو د سره دلوډ سپیکرو په ذریعه  د نیم ساعت له پاره خپور شوو ، ډیر خلک نه پوهیدل چې دا څوک دی - د کومې ایدیالوژۍ طرفداران دی - هدف ېې څه دی - څوک ېې تر شا ولاړ دی ، دایو خطرناک شق وو ، دغو ډول شق ته غریزه يي شق هم وايي ، غریزوي په معني د بې شعوره لکه د کارګانو په سیل کې چې په یوه پټي که ناست وې ناببره یو کارګه ( کغ ) وهي او پورته کیژی دغه نور د کارګانو سیل هم بیدون له دې نه چې فکر وکړي او علت معلوم کړي چې ولې هغو یوه کارګه ( کغ ) وهل ، بیدون له تصوره او فکره دیوه سره ټول الوزي او (کغ ) نارې وهي ، ټول عمر مجاهدینو د الله اکبر او نعره تکبیر ناري همداسې وهلي دي چې باعث د بربادۍ د افغانستان شوو .
مثلا خمیني ویل( من به پوز حکومت فعلی می زنم)ما امدیم که حکومت بسازیم ولې نه ګفت( اګر ) حکومت به ما تسلیم شود ما انها را عفوه می کنیم ویا باانها سازش می کنیم .
  ولي جنګونه پیښېژي :
هر کله چې سیاست مداران یا حکومتونه په خپلو سیاستوکې ناکام شي نو بیا مخه جنګ ته کوي او په زور خپله اراده په دشمنانو تحمیلوي ،دنړۍ خورا لوی قهرمانان جنګ رامنځ ته کړي دی ، انشانان همیشه خپل غرور - عزت - لوړتیا او شخصیت د جنګ په ګټلو کې شمیري ډیر نژدې تاریخ ته ځیر شۍ ( یهودانو ) د مصر او سوريي دوه لوی قدرتونه په ۱۹۶۷ کې په ګونډو کړل ، علت ېې دا وو چې یهودان ډیر متعهد - با اراده - مصمم - او قوي خلک وو او ډیر زیات مبتکرین د ژوند په ټولو برخو کې لري همدا رنګه انګریزانو د نړۍ هیوادونه یو پر بل پسې اشغال کړل او د دوی په مستعمرو کې لمر نه لویدو ،او د انګریزانو ښه تاکتیک هم داوو چې جنګ ېې ددشن په خاوره کې عملي کولو لکه نن په افغانستان کې ( هر څه زمو تخریبیژي - لوټ کیژي - خلک وژل کیژي - نوې وسلي او محاربوی تخنیک ازمایل کیژي - زموږ خلک اجیر او نوکر کوي - تطمع کوي ېې - او هر څه چې لرو دوی ېې نر غونته خپل هیواد ته وړي)  څوک ېې مخه نه شي نیولای لوی هیوادونه او ملتونه هغو ته وايي چې مخکې له مخکې خپل هیواد او خلک (  ددشمن په اهدافو - تاکتیکو - توطیو - محاربوی تخنیک - لوژستیکي زخایرو -  د دشمن دسربازانو په مورال او معنویاتوّ  خبر کړي او مخکې له حملې هر څه خنثي کړي ) ، چې متاسفان زموږ حکومت او زموږ خلک او زموږ وسله وال پوځ دغه خصلت او سویه نه لري او باید زده ېې کا او ځانونه اماده کا .
دهندوستان میړنۍ صدراعظمی اندرا ګاندي  ویل ( هندوستان یو غریب او بې حماېې هیواد وو او تل دزور آورانو له خوا نه اشغالیدو او خلکو ېې تر اسارت - ظلم - ترور - وحشت - فقر - بې اتفاقۍ - بیسیوادۍ کې ژوند کولو ، خو نن موږ چې د مدرني تخنالوجۍ خاوندان یو - موږ اتومی وسله لرو - او پوه باسیواد خلک لرو ډیر مدرن او پیاوړۍ وسله وال قووت لرو لکه چې جنرال تیکه خان د پاکستان مشهور جنرال د ۲۳۰۰۰ کمو زیاتو سربازانو او افسرانو په شمول د بنګله دیش په سر جنګ کې موږ تسلیمۍ ته وادار کړو همدا وجه ده چې موږ دنړۍ یو برجسته قدرت یو او هیڅوک په موږ حمله نه شي کولای او زموږ افسرانود جنګ شکلونه او مهارتونه ډیر ښه زده کړي دی او زه لیکونکۍ هم دغه د شاهد په ډول وایم چې هند نن یو عظیم قوت دی هم په نظامی برخه کې او هم په اقتصادی او کلتوری برخو کې ځکه ما هم په هندوستان کې ارکانحربي اخیستې ده او دهغو هیواد بریاوې می عملا لیدلې دي او سبب د ټولو بریالیتوبو دهندوستان زعامت وو افغانانو تر ننه زعامت مخصوصا دجهاد په ۲۲ کالو کې هیڅ نه درلودلو امید واره یم په راتلونکو انتخاباتوکې یو اصیل افغان - وطن پرست افغان - تحصیل کرده افغان - با تجربه افغان - غیر مجاهد افغان - داسې افغان وټاکۍ چې متعصب نه وي - رشوت خور نه وي او لاسونه ېې په وینو سره نه وي  .
------------
نور بیا ـادامه لري ) . 





October 14th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي